کورپاڼه / جالب / هغه شخص چې د چاپیریال د بدلون لپاره یې ۳۰۰ کیلومیتره سفر وکړ

هغه شخص چې د چاپیریال د بدلون لپاره یې ۳۰۰ کیلومیتره سفر وکړ

د هوا د بدلون لپاره د نړۍ په ګوټ ـ ګوټ کې هڅې او کوښښونه روان دي، خو د بریانیې یو ۱۱ کلن شخص د کاربن د خارجولو د کمښت لپاره په زړه پورې لار ټاکلې او تر ۳۰۰ کیلومیترو پورې پیاده مزل وکړ.

د سکای نیوز د راپور له مخې ویل کېږي چې د یارک شایر د هیبډین برج اوسیدونکې یوولس کلن جوډ واکر ددې لپاره چې د کاربن اخراج کم شي، له یارک شایر څخه یې تر لندن پورې ۳۲۱ کیلو میتره پیاده مزل کړی.

هغه دغه سفر د جولایۍ په ۲۵ پیل کړ، د ورځې یې لس ـ لس کیلومیتره مزل کاوه او د اګست تر ۱۴ پورې خپل منزل ته ورسېده. جوډ د خپل سفر په اړه وایي چې دا کار یې ددې لپاره ترڅو د کاربن د اخراج په اړه شعور بېدار کړي.

هغه وایي چې هغه د سویټزرلینډ د ځوان کمپاینر، چې د چاپیریال په اړه یې ترسره کوي، څخه اغېزمن شوی، خو د پیاده سفر فکر یې خپل و او پخپل ځان ویاړ هم کوي.

د هغه ددې هڅې موخه داده چې په راتلوونکې فبرورۍ د معرفي کېدونکې زیرو کاربن کمپین پیټیشن ملاتړ وکړي، چې حکومت به د کاربن په اخراج مالیه وټاکي.

دا هم ولولئ

هغه سپی د اوږدو غوږونو په لرلو یې د ګنیز ریکارډ پخپل نوم کړ

د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو د کتاب په ۲۰۲۲ کال په چاپ یا جلد کې، …