کورپاڼه / اسلام / که د غاښ درد لرئ په دې آیت شریف یې آرامه کړئ

که د غاښ درد لرئ په دې آیت شریف یې آرامه کړئ

که چېرته د غاښ درد لرئ یا مو غاښ چینجن وي، یوازې اوه ځلې دغه کوچنی ایت ولولئ، ان شاء الله چې درد به مو ختم شي.

د غاښ درد یو داسې درد دی، که چېرته یو ځل ورسره مخ شوئ، که شپه وي یا ورځ آرامه به مو پرېنږدي او کله چې غاښ چینجن شي نو بیا درد له درد سره ضربېږي.

خو نن ورځ یوه داسې نسخه درښیو چې ان شاءالله په عملي کولو سره به مو د غاښ درد یا د چینجن کېدو ستونزه حل شي او طریقه یې داده چې د خپلې ګوتې په مرسته دردېدلی ځای ټینګ کړئ.

کله چې مو په ګوته پرې فشار راوړو نو بیا دغه مبارک ایت ((قُلْ هُوَ الَّذِیْۤ اَنْشَاَكُمْ وَ جَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَ الْاَبْصَارَ وَ الْاَفْـٕدَةَؕ-قَلِیْلًا مَّا تَشْكُرُوْنَ)) درې ځلې ولولئ او مخکې او وروسته ترې درود شریف ولولئ.

کله چې مو دغه کار وکړ نو ان شاء الله چې غاښ یا د ژامې هر ډول درد به مو ډېر ژر آرامه شي. دغه عمل ډېر پیاوړی دی، هڅه وکړئ چې یاد یې کړئ، که چېرته مو یاد نه وي هڅه وکړئ او خپله ستونزه مو حل کړئ.

دا هم ولولئ

د سورت المایده دغه آیت شریف وظیفه وګرځوئ او ستونزې مو حل کړئ

قرانکریم د الله تعالی یو سپېڅلی کتاب دی، چې پر وروستي پیغمبر حضرت محمد صلي …