کورپاڼه / جالب / په نړیوال مارکیټ د مارانو د زهرو غوښتنه ډېره شوې

په نړیوال مارکیټ د مارانو د زهرو غوښتنه ډېره شوې

د مار زهر چې په عموم کې له خطر څخه ډېر څه نه ګڼل کېږي، خو په حقیقت کې دغه زهر ګټور وي او په دې وروستیو کې په پیر او پلور کې ډېروالی راغلی دی او په هغه درملو کې استعمالېږي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې په نړیوال مارکیټ کې د مار د زهرو غوښتنه یا تقاضا ډېره شوې ده او له دې زهرو څخه په هغه درملو کې ګټه اخیستل کېږي، چې د انسان ژوند خوندي ساتي.

راپور زیاتوي چې د زهرجنو کپچه مارانو سربېره د نورو هغه مارانو تقاضا هم په نړیوال مارکیټ کې ډېره شوې ده او په ډېر ښه بیه یا قیمت سره پلورل کېږي.

راپورونه وایي چې په نړیوال مارکیټ کې د یو لیتر زهرو قیمت تقریباً دوه میلونه افغانیو ته رسېږي او په هند کې د تلنګانه او اندرا پردیش په ځنګلونو کې ماران نېول کېږي او زهر ترې ایستل کېږي.

په هند کې هغه کسان ماران نیسي او زهر ترې وباسي چې له غریبو او قبایلو کورنیو سره تړاو لري او په دې ډول خپل قیمتي ژوند په خاطر اچوي او له غربت څخه د خلاصون په موخه له مارانو زهر وباسي.

دا هم ولولئ

هغه نجلۍ نېول شوې چې د خپل پخواني ملګري د راګېرولو لپاره یې ۳۰ جعلي اکونټونه جوړ کړي و

یوې نجلۍ، چې د خپل پخواني ملګري د زنداني کولو لپاره یې په انستاګرام دیرش …