کورپاڼه / جالب / یو ۶۷ کلن شخص له ۱۹ کلنې انجلۍ سره واده کړی

یو ۶۷ کلن شخص له ۱۹ کلنې انجلۍ سره واده کړی

دا مقوله به مو ډېره اورېدلي وي چې عاشق ړوند وي او دا به مو هم اورېدلي وي چې مینه نه ذات ته ګوري او نه شتو ته او اوسنۍ مینې خو ټول حدونه مات کړل او د عمر توپیر ته هم نه ګوري.

همدغسې یوه پېښه په هند کې واقع شوې، چېرته چې یو ۶۷ کلن شخص او ۱۹ کلنې انجلۍ واده کړی او له واده وروسته دواړه د پنجاب او هریانې سترې محکمې ته تللي دي.

دواړو محکمې ته ویلي دي چې د اولادونو په سبب یې ژوند په خطر کې دی او غوښتنه یې کړې ده، چې دوی دې خوندي وساتي. د یادونې وړ ده چې ۶۷ کلن شخص د اوو اولادونو پلار دی او او ټول اولادونه یې واده کړي دي.

بل لورې ته محکمې پولیسو ته آمر کړی چې په خوندي ساتلو کې یې هڅې وکړي او د بوډا اړوند دې څېړنې ترسره کړي.

په دې اړه راپورونه وایي چې دغه بوډا او ځوانې انجلۍ، چې په مینه یې واده کړی دی، انجلۍ له وړاندې په ځمکه جنجال درلود او بوډا به د مرستې لپاره ورتلو، خو وروسته د دواړو ترمنځ مینه پیدا شوه او واده یې وکړ.

دا هم ولولئ

یو انجلۍ په دې سبب له واده انکار کړی، چې د کلي سړک یې خراب و

په هند کې هره ورځ د واده اړوند ډېر داسې واقعات د رسنیو د سرټکي …