کورپاڼه / روغتيا / د ویټامینونو ګولۍ تر کومه حده زیانمنې وي؟

د ویټامینونو ګولۍ تر کومه حده زیانمنې وي؟

روغتیایي کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د ملټي ویټامینونو ګولۍ او سپلیمنټ استعمالول ددې پرځای چې زموږ روغتیا ته ګټور تمام شي، بلکې د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي.

که څه هم په دې کې ځینې ویټامین ګټور وي، خو که چېرته په پرلپسې ډول استعمال شي نو د خطرناکو ناروغیو لامل کېږي. روغتیایي کارپوهان وایي چې سبزیجات وخورئ، ښې اوبه وڅښئ، ورزش ترسره کړئ او د ویټامینو له ګولیو ځان وساتئ.

ډېر شمېر خلک پرته له دې چې له ډاکتر سره مشوره وکړي، د ویټامینو په استعمال عادت شوي، خو باید وویل شي چې له طبیعي خوړو څخه ویټامینونه او منرالونه په آسانۍ ترلاسه کېږي او د بدن کمښت پوره کوي.

خو د ویټامینونو سپلیمنټ د هیچا لپاره هم اغېزمن نه وي، نو اړینه ده چې په دې برخه کې له احتیاط څخه کار واخیستل شي، ځکه که چېرته بدن د ویټامینو له ډېرښت سره مخ شي نو زیانمن تمامېږي.

ملټي ویټامینونه مه استعمالوئ ځکه چې دغه ډول ویټامین په ګولیو کې وي، خو باید وویل شي چې د ملټي ویټامینونه ګولۍ خوړل د ګیس ستونزې او د ګردو او ځیګر ناروغۍ پیدا کوي.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …