کورپاڼه / خبرونه / جوفرا ارچر به د روان کال تر پایه له کرکټ لېرې وي

جوفرا ارچر به د روان کال تر پایه له کرکټ لېرې وي

د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې مخکښ او چټک توپ اچونکی جوفرا ارچر به د روان کال تر پایه پورې ونه لوبېږي او له کرکټ څخه به لېرې وي.

د انګلستان کرکټ بورډ (ای سي بي) د راپور له مخې ویل کېږي، چې ددې هیواد د مشهور او چټک توپ اچونکي جوفرا ارچر د څنګلې هډوکی مات شوی دی.

یاده اداره زیاتوي چې هغه نه یوازې دا چې د هند پر وړاندې د ټیسټ لوبو د لړۍ، چې ټولې به پنځه لوبې ترسره کړي او نن ددې لوبو د لومړۍ لوبې دویمه ورځ روانه ده، برخه نه وي، بلکې د شل اوریز نړیوال جام کې به هم ونه لوبېږي.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې د یادې لوبډلې مخکښ الراونډر بین سټوکس هم تر نامعلومې مودې پورې له هر ډول کرکټ څخه دمه اخیستې.

هغه له رسنیو سره په خبرو کې د خپلې پرېکړې په تړاو ویلي ول چې په دې موده کې به خپلې ذهني سلامتیا او د ګوتې ټپ ته پاملرنه کوي.

دا هم ولولئ

هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې هند، انګلستان ته په …