کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د عمران خان په اړه د یو پاکستاني لیکوال جالبه تبصره
عمران خان

د عمران خان په اړه د یو پاکستاني لیکوال جالبه تبصره

د پاکستان مشهور لیکوال انور مقصود د دغه هېواد د لومړي وزیر عمران خان په اړه جالبه تبصره کړې ده، چې د عمران خان د ملاتړو له خوا پرې نیوکې کېږي او د هغه د مخالفینو له خوا ستایل کېږي.

انور مقصود په خپل یو ټویټ کې لیکلي دي، چې د هند لومړی وزیر یې زنګ نه پورته کوي، د امریکې ولسمشر ورته زنګ نه وهي، د کاناډا پخواني وزیر دروغژن او دوکه باز یاد کړ، د سعودي عربستان ولیعهد یې له روانې الوتکې راکوزوي، افغانستان ورته سترګې نېغې کړې دي او ملاتړو به یې ویل، چې خان کله لومړی وزیر شي، نو ګوره نړۍ به زموږ عزت کوي.

د کاناډا پخوانی وزیر په اصل کې په افغانستان کې د کاناډا پخوانی سفیر کریس الیګزندر یادوي، چې نوموړی د پاکستان او عمران خان پر ضد ډېر سخت ټویټونه کوي.

پاکستان هڅه کوي چې له هند سره د سولې خبرې وکړي، خو هند له پاکستان سره د هر ډول خبرو غندلي دي، بلخوا عمران خان د جو بایډن زنګ ته ډېر په بې صبرۍ سره په تمه ده، خو د امریکا ولسمشر له خوا ورته زنګ نه وهل کېږي.

د عمران خان د ملي امنیت سلاکار تېره ورځ د امریکایي رسنیو سره په خپلو خبرو کې ویلي و، چې هغه حېران دی، چې امریکا ولې عمران خان ته زنګ نه وهي. هغه دا هم ویلي و، که چېرته امریکا دوی ته زنګ ونه وهي، نو پاکستان به په نورو لارو فکر وکړي.

دا هم ولولئ

ملاله یوسفزۍ: په افغانستان کې دې ټولو انجونو ته د زده کړو کولو اجازه ورکړل شي

ملاله یوسفزۍ، چې په کم عمر کې یې د نوبل جاېزه واخیسته او د زده …