کورپاڼه / سياست او روانې چارې / روسیه: طالبان کمزوري شوي او د لویو ښارونو نیولو منابع نه لري
طالبان

روسیه: طالبان کمزوري شوي او د لویو ښارونو نیولو منابع نه لري

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو په اړه ویلي دي، چې دغه ډوله کمزورې شوې ده او اوس دومره منابع نه لري چې د افغانستان لوی ښارونه ونیسي.

د انټرفاکس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتو او اطلاعاتو د مرستیال الیکزندر ویکنتوف له قوله لیکلي دي، چې طالبان ورو ورو د کمزوري کېدو په حال کې دي او دوی اوس دومره منابع نه لري چې لوی ښارونه ونیسي.

په راپور کې ریاته شوې ده، چې کابل یا د کابل په څېر نور لوی ښارونو د نیولو وس طالبان نه لري، نو ځکه د هغوی بریدونه هم ورو ورو کمزوري کېږي.

نوموړي د یو شمېر ولسوالیو د بېرته نیولو ته په اشاره ویلي دي، چې د ولایتونو مرکزونو ته نږدې د دوی فعالیت هم د پاملرنې وړ دی.

الیکزندر ویکنتوف همدا راز یاد خبري اژانس ته دا هم ویلي دي، چې روسیه د افغانستان د سولې د مذاکراتو د پیاوړتیا لپاره په یاده ډله خپلو فشارونو ته دوام ورکوي.

دا هم ولولئ

د فرانسې حکومت یو بل جومات هم د مسلمانانو پرمخ وتاړه

د فرانسې په کین ښار کې یو جومات د دې له امله وتړل شو، چې …