کورپاڼه / اسلام / د حضرت عمر رضي الله عنه څلور فضلیتونه

د حضرت عمر رضي الله عنه څلور فضلیتونه

حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه فرمایي چې حضرت عمر رضي الله عنه په نورو خلکو د څلورو امتیازي ځانګړتیاوو ترڅنګ فضلیت لري.

لومړی: کله چې د بدر د غزا د بندیانو په اړه د هغه دا مشوره چې هغه دې مړه کړلی شي، نو الله تعالی دا ایت نازل کړ. ژباړه: که چېرته د الله حکم له وړاندې نه و شوی، نو هغه څه تاسې اخیستي، په هغې به سخته سزا در کړل شوې وه.(سورت الانفال)

دویم: د پردې یا حجاب په اړه دی. کله چې هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د بي بيانو رضی الله عنها د پردې په اړه نظر ور کړ، نو الله تعالی د پردې په اړه حکمونه نازل کړل. ژباړه: او که چېرته ته د بي بیانو مبارکو څخه کوم څه غواړې نو له پردې بهر یې وغواړئ.(سورت الاحزاب)

دریم: حضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم د هغه لپاره دعا غوښتې، چې ای الله! د عمر رضي الله عنه په مرسته اسلام ته ځواک ور کړې.

څلورم: حضرت عمر رضي الله عنه د ابوبکر صدیق رضي الله عنه د خلافت په اړه رایه ور کړه او لومړنی شخص و چې بیعت یې ورسره وکړ.

دا هم ولولئ

د ماسخوتن له لمانځه وروسته که سمدستي وېده شو نو په بدن کې مو څه بدلون راځي؟

خوب کول د انسان د روغتیا او دماغو لپاره ډېر اړینه وي او ترڅنګ یې …