کورپاڼه / جالب / هغه اوه عادتونه چې د مرګ په اړه مو خبروي

هغه اوه عادتونه چې د مرګ په اړه مو خبروي

په دې خو موږ ټول پوهېږو چې هغه کارونه یا عادتونه چې هره ورځ یې ترسره کوو، زموږ د شخصیت څرګندونه کوي، خو اوسمهال روغتیایي کارپوهان د هغه عادتونو په اړه حیرانوونکې څرګندونې کړي، چې د مړینې د وخت په اړه مو خبروي.

د دی سن د راپور له مخې د ډاکترانو پر وینا ویل کېږي، چې د انسان د مړینې نښې، نښانې د مرګ له واقع کېدو لس کاله وړاندې ښکاره کېږي، چې په دې نښو، نښانو د انسان ځینې عادتونه هم شامل دي.

په دې څېړنېز راپور کې، چې د بریتانیې په طبي ژورنال کې خپور شوی، ډاکتران وایي د انسان اوه عادتونه داسې دي چې له مخې یې معلومېدلی شي چې هغه په راتلوونکو کلونو کې مري.

په دې اوه عادتونه کې له چوکۍ څخه په ځنډ سره پورته کېدل، د تګ پر وخت سرعت کمېدل یا ورو ـ ورو تګ کول، د لاسونو ځواک ختمېدل یا یو شی کلک نه نېول، خواړه جوړول، د خوراکي توکو اخیستل، د لباس په اړه احتیاط کول، ډېر تیاری کول او تشناب ته د تګ په عادت کې بدلون راوستل شامل دي.

ډاکتران وایي چې دغه څېړنه یې تر څلورو کلونو پورې له ۳۵-۵۵ کلونو په شپږ زرو کسانو ترسره کړې او د هغوی عادتونه یې څېړلي او د مړینې د کچې ترڅنګ یې د هغوی عادتونه هم پرتله کړي.

دا هم ولولئ

یو انجلۍ په دې سبب له واده انکار کړی، چې د کلي سړک یې خراب و

په هند کې هره ورځ د واده اړوند ډېر داسې واقعات د رسنیو د سرټکي …