کورپاڼه / جالب / یوې انجلۍ د یو کال په موده کې څلورو اولادونه زېږولي او نوی ریکارډ جوړ کړی

یوې انجلۍ د یو کال په موده کې څلورو اولادونه زېږولي او نوی ریکارډ جوړ کړی

په بریتانیې کې یوې انجلۍ، چې جیسیکا پریچارډ نومېږي، د یو کال په موده کې څلورو اولادونو ته زېږون ور کړ او په دې ډول هغې یو نوی ریکارډ جوړ کړ.

د دی سن د راپور له مخې ویل کېږي چې جیسیکا پریچارډ، یو دیرش کاله عمر لري او د بریتانیې د شیفیلډ د ښار اوسېدونکې ده. هغه د ګرځبندیز پرمهال په پرلپسې ډول دوه ځلې امیندواره شوه او په یو کال کې یې څلور اولادونه وزېږول.

راپورونه وایي چې پریچارډ لومړی یوه لور وزېږوله او کله چې یې لور وزېږوله نو بیا امیندواره شوه او د لور د زېږون څخه یوولس میاشتې وروسته یې په یو وخت درې ماشومان وزېږول.

پریچارډ درې واړو غبرګونو اولادونو ته د ۲۰۲۰ په میې کې زېږون ور کړ. هغه، چې په مسلکي توګه د یو لومړني ښوونځي ښوونکې ده، وایي کله مې چې د لور له پیدایښته یوه نیمه میاشت وروسته، خپل (۳۴) کلن خاوند هیري ویلیمس ته وویل چې زه بیا حامله یم نو هغه راسره ونه منله.

او کله چې مو له لږې مودې وروسته معاینات وکړل او هیري ته مو د دریو ماشومانو په اړه خبر ور کړ، نو هغه ډېر زیات حیران شو، چې په دې کې دوه انجونې او یو هلک دی، د انجونو نومونه مو ایلا او اولیویا او زوی ته مو د جارج نوم ایښی دی.

دا هم ولولئ

دې شخص په ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ هوټلونو ته په تګ ریکارډ جوړ کړی

په اوسني وخت کې ریکارډ جوړونه ډېره آسانه شوې او په هره برخه کې جوړېږي …