کورپاڼه / خپلواک / دویمه ورځ پای ته ورسېده؛ هند د انګلستان د ۱۸۳ منډو پر وړاندې ۱۲۵ منډې کړي او نن به بیا توپ وهنه کوي

دویمه ورځ پای ته ورسېده؛ هند د انګلستان د ۱۸۳ منډو پر وړاندې ۱۲۵ منډې کړي او نن به بیا توپ وهنه کوي

هند د انګلستان ۱۸۳ پر وړاندې ۱۲۵ منډې جوړې کړې، څلور لوبغاړي سوځېدلي او نن به په دریمه ورځ هم توپ وهنې ته دوام ور کړي.

د هند او انګستان ترمنځ لومړنۍ ټیسټ لوبه د انګلستان په کوربتوب په ټرینټ برج کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. د لوبې پچه کوربه لوبډلې وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه.

انګلستانۍ لوبډله د هند د توپ اچونې پر وړاندې ښه ونه ځلېده، ۶۵.۴ اورونه یې ولوبول، ټول لوبغاړي یې وسوځېدل او ۱۸۳ منډې یې وکړې، چې له ډلې یې جی روټ ۶۴، جوني بیرسټو ۲۹ او سام کرن ۲۷ منډې وکړې.

د هند له لورې په توپ اچونه کې جسپریټ بومرا څلور، محمد شامي درې، شردل ټاکور دوه او محمد سراج بیا یوه ویکټ ترلاسه کړه. بل لوري ته هندي لوبډلې په ۱۳ اورونو کې ۲۱ منډې کړي، کوم لوبغاړی یې له لاسه نه دی ور کړی، روهیت شرما او راهول یې په ۹-۹ منډو ناسوځېدلي ولاړ دي او نن ورځ به بیا خپلې توپ وهنې ته ادامه ور کړي.

هند د انګلستان ۱۸۳ منډو پر وړاندې په ۴۶.۴ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۵ منډې وکړې او لوبه یې تېره د باران له امله وځنډېده او نن ورځ به بیا توپ وهنې ته ادامه ور کړي.

د هند لخوا روهیټ شرما ۳۶ او راهول په ۵۷ منډو ناسوځېدلی ولاړ دی. د انګلستان له لورې جیمس اندرسن دوه او روبینسن یوه ویکټ اخیستې ده.

دا هم ولولئ

د خوب کمښت مو د غیر روغتیایي توکو په خوړلو عادت کوي

امریکایي روغتیاپالانو موندلې ده، هغه کسان چې ډېر لږ خوب کوي یا د خوب ستونزې …