کورپاڼه / روغتيا / له پنځو څخه تر دولسو کلونو پورې ماشومان باید څومره خوب وکړي؟

له پنځو څخه تر دولسو کلونو پورې ماشومان باید څومره خوب وکړي؟

د نړۍ ساینسپوهان او څېړونکې تر اوسه پورې په دې بریالي شوي، چې هغه سببونه معلوم کړي چې موږ خوب کولو ته اړ باسي.

خو په دې اړه ډېرې څېړنې ترسره شوي چې یو انسان باید څومره خوب وکړي او که یې ونه کړي نو څه به وشي. خو نن ورځ د ماشومانو د خوب په اړه خبرې کوو، که چېرته یو ماشوم په بشپړ ډول خوب وکړي نو ټوله ورځ به یې ښه وي او د ښې روغتیا څښتن به وي.

نو هغه ماشومان چې اوه کاله عمر لري هغوی د شپې په ۸ یا ۸:۱۵ باندې وېده شي او سهار دې په ۷ بجو راپاڅول شي.

دغه هغه ماشومان چې تر لسو کلونو پورې عمر لري هغوی دې د شپې ۸:۳۰ بجې وېده کړل شي او سهار دې په شپږو بجو راپاڅول شي.

که چېرته په دې ډول د ماشومانو د خوب وخت ترتیب نه شي او هغوی د یو مهالویش له مخې بشپړ خوب ونه کړي، نو له ګڼو بدني او رواني ستونزو سره به مخ شي او ټوله ورځ به ګډه وډه وي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …