کورپاڼه / بېلا بېل / لیونل میسي له بارسلونا څخه لارې بېلې کړې

لیونل میسي له بارسلونا څخه لارې بېلې کړې

د ارجنټاین د فوټبال مشهور ستوري لیونل میسي له بارسلونا فوټبال کلب څخه لارې بېلې کړې.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د ارجنټاین فوټبال مخکښ لوبغاړي لیونل میسي له مشهور هسپانوي فوټبال کلب بارسلونا څخه ۲۱ کاله وروسته مخه ښه وکړه، چې یاد کلب هم منلې ده.

هسپانوي کلب او میسي د لږ فیس په شرط سره موافقې ته رسېدلي ول، چې تېره ورځ باید تړون شوی و، خو د اقتصادي ستونزو او د لیګ د اصولو په سبب دغه تړون ترسره نه شو.

د بارسلونا د کلب اداره د میسي خدمتونه ستایي او په راتلوونکې کې ورته د نېکو هیلو څرګندونه کوي. میسي د خپل کیریر پیل په ۲۰۰۰ کال د بارسلونا له کلب څخه وکړ.

د یادولو وړ ده چې د لیونل میسي او بارسلونا ترمنځ شوی قرارداد په تېره میاشت جولایۍ کې ختم شو او داسې فکر کېده چې هغه به له یاد کلب سره بیا قرارداد ترسره کړي.

دا هم ولولئ

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې د قیس احمد لوبډلې بریا ترلاسه کړه

د انګلستان هېواد په ويټاليټي بلاسټ شل اوریزه کرکټ سياليو په دویمه نیمه پایلوبه کې …