کورپاڼه / روغتيا / د کومو خوړو په مرسته دفاعي سیستم پیاوړی کړو؟

د کومو خوړو په مرسته دفاعي سیستم پیاوړی کړو؟

روغتیایي کارپوهان وایي چې له ناروغیو څخه د ژغورنې لپاره د دفاعي سیستم پیاوړتیا اړینه وي، چې د همدې موخې لپاره ځینې هغه خوراکي در پېژنو چې په مرسته یې له ناروغیو سره مقابله کېږي.

هغه خوراکي توکي چې د اوسپنې لرونکې د دفاعي سیستم په پیاوړي کولو کې مرستندویه تمامېږي. لکه څنګه چې اوسمهال کورونا خپل وروستي زورونه وهي نو اړینه ده چې هغه خوراکي توکي استعمال کړو چې دفاعي سیستم پیاوړی کوي.

روغتیایي کارپوهان زیاتوي چې د دفاعي سیستم د پیاوړتیا لپاره اړینه ده چې معدني مواد او ویټامین د خوراک برخه وګرځوو او په دې ټینګار شوی چې هر انسان دې د خپلې روغتیا خیال وساتي.

هسې خو ټول سبزیجات د روغتیا لپاره ګټور وي خو پالک د بدن لپاره اوسپنه برابروي او ترڅنګ یې کلسیم، سودیم او فاسفورس هم لري چې د وینې کمښت پوره کوي او اړوند ستونزې حل کوي.

وچې مېوې لکه مویز او انځر د اوسپنې لرونکې وي، چې د وینې کرویات بشپړوي. دغه راز دال هم د اوسپنې لرونکې وي چې د وینې کمښت پوره کوي او دفاعي سیستم پباوړی ساتي.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …