کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ د خپلو کاروونکو لپاره نوی فیچر وړاندې کوي

وټساپ د خپلو کاروونکو لپاره نوی فیچر وړاندې کوي

وټساپ، چې په نړیواله کچه د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن دی، اوسمهال د یوې نوې فیچر د اضافه کولو په درشل کې دی، چې په مرسته به یې کاروونکي یو عکس یا وېډیو تر یو ځل کتلو وروسته بیا نه ویني او ړنګېږي به.

ددې فیچر په فعالولو سره به ترلاسه کوونکی یوازې د لومړی ځل لپاره عکس پرانېزي او پرته له دې چې دغه عکس په موبایل کې وساتل شي، په اتومات ډول به ړنګ شي.

وټساپ ویلي ، چې دا فیچر یې ځکه رامنځته کړی ترڅو د خپلو کاروونکو د محرمیت غوره ساتنه وکړي. بل لوري ته د ماشومانو د محرمیت مدافعین وایي چې دغه فیچر به له ماشومانو د ناوړه ګټې اخیستو کې همکاري وکړي.

بل لوري ته له ماشومانو سره د بېرحمانه چلند د مخنیوي اداره هم له فیسبوک سره، چې وټساپ یې تر ملکیت لاندې دی، له پاسورډ لرونکو پیغامونو د ګټې اخیستو پر سر جنجال لري.

دوی وایي چې پیغامونو ته پاسورډ ورکول د دې لامل ګرځي چې پولیس یې څار ونه شي کولی. خو پخپله د پیغام ډیلیټېدل د دې لامل کېږي چې پولیس د موبایلونو د ترلاسه کولو پرمهال هم څه ترلاسه نه کړي.

دا هم ولولئ

د ټولنیزو شبکو زیانونو څخه مخنیوی؛ انستاګرام یو نوي فیچر معرفي کړی

د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپانې انستاګرام ددې لپاره چې ځوانان د ټولنیزو شبکو څخه لېرې …