کورپاڼه / روغتيا / سهار په نهاره د سړې ډوډۍ خوړل د انسان په بدن کې کوم بدلونونه رامنځته کوي؟

سهار په نهاره د سړې ډوډۍ خوړل د انسان په بدن کې کوم بدلونونه رامنځته کوي؟

سهار په نهاره د سړې ډوډۍ خوړل د انسان په بدن کې کوم بدلونونه رامنځته کوي؟ دا یوه داسې پوښتنه ده که چېرته یې په ځواب پوه شو، نو حیران به شو.

ډېر وخت کله چې د شپې ډوډۍ وخورو نو یو څه اندازه ډوډۍ راڅخه پاتې کېږي، چې بیا ایسته غورځوو، خو که چېرته همدغه سړه ډوډۍ په سهار کې په نهاره سره وخورو، نو ډېره ګټوره تمامېږي.

که چېرته سړه ډوډۍ په شېدو کې واچوو او ویې خورو نو تل به روغ، جوړ او صحت مند ژوند ولرو. پخوانیو انسانان به هم سړه ډوډۍ خوړله چې په همدې سبب هغوی له ښې روغتیا څخه برخمن ول.

که چېرته له شېدو سره یوځای سړه ډوډۍ استعمال کړو نو د بدن تودوخه به مو برابره وي. لکه څنګه چې د ګرمۍ په موسم کې د بدن تودوخه ډېرېږي، نو اړینه چې سړه ډوډۍ وخورو، چې په دې ډول به مو د بدن تودوخه کنترول شي او هم به مو د هضم ستونزه حل ومومي.

خو که چېرته سړه ډوډۍ د شپې پرمهال له مستو سره وخوړل شي، نو بدن ته به مو پیاوړتیا ور په برخه شي او د تازه والي احساس به وکړو.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …