کورپاڼه / روغتيا / د ماشوم له زېږون وروسته د مېندو خوب کمښت د څه سبب کېږي؟

د ماشوم له زېږون وروسته د مېندو خوب کمښت د څه سبب کېږي؟

نوي زېږېدلي ماشومان په عام ډول په ورځ کې اتلس ساعته خوب کوي، خو که چېرته د ماشوم په خوب کې کمښت یا خلل واقع شي، نو یوازې دا چې روغتیا یې اغېزمنه کېږي بلکې د والدینو لپاره هم د سرخوږي سبب ګرځي.

په امریکا کې د یوې ترسره شوې څېړنې له مخې موندل شوې چې د ماشوم له زېږون وروسته تر شپږو میاشتو پورې میندې د خوب له کمښت سره مخ وي چې دا یې بیا د زړښت سفر ګړندی کوي.

د څېړنې له مخې ویل کېږي چې د ماشوم له پیدایښت یو کال وروسته هره شپه له اوو ساعتونو څخه لږ خوب کوونکې میندې په بیولوژیکي ډول له دریو تر اوو کلونو پورې ډېرېږي.

څېړونکې وایي هغه میندې چې له اوو ساعتونو څخه لږ خوب کوي د هغوی د وینې په سپینو کرویاتو کې د ټیلومیرز اوږدوالی کمېږي. دوی وایي چې هره شپه له اوو ساعتونو څخه لږ خوب کول پر روغتیا ناوړه اغېزې کوي او د ناروغیو خطر ډېروي.

روغتیایي کارپوهان لارښوونه کوي چې میندې دې لږ ډېر خوب کوي او د ورځې پرمهال یې د قیلولې عادت خپل کړي، که داسې ونه کړو نو ممکن له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …