کورپاڼه / هنر او کلتور / نیها کاکړ ولې له انستاګرام څخه ځینې کسان لېرې کړي؟

نیها کاکړ ولې له انستاګرام څخه ځینې کسان لېرې کړي؟

د هند مشهورې او ځوانې سندرغاړې نیها کاکړ پر خپل انستاګرام ځینې کسان لېرې کړي دي او ددې کار لامل یې په تېر کې ځینې بدې تجربې په ګوته کړي.

په دې تړاو نیها کاکړ د انستاګرام پر سټورۍ کېسه کړې او له بخښنې غوښتلو سره یې ویلي چې ما بالاخره پرېکړه وکړه چې له خپل انستاګرام اکونټ څخه ځینې کسان ان فالو کړم.

هغه پخپله سټورۍ کې په دې تړاو مخکې وایي چې دغه پرېکړه یې ځکه کړې، چې په همدې سبب په تېر ژوند له ډېرو ترخو او بدو تجربو سره مخ شوې ده.

نیها زیاتوي چې هغه په انستاګرام یوازې هغه کسان تعقیبوي، چې هغه ورسره معرفي شوې وي یا یې ورسره لېده، کاته شوي وي یاهم هغه کسان فالو کوي چې هغه ورسره کار کوي.

دغه راز نیها له هغه کسان هم بخښنه غوښتې څوک یې چې په انستاګرام ان فالو کړي دي او ویلي یې دي چې دغه کار یې ځکه ترسره کړی ترڅو خوندي واوسي.

دا هم ولولئ

اریانا سعید د سولې، موسیقۍ او د ښځو آزادۍ لپاره د سفیرې په توګه جایزه ګټلې

افغانې مشهورې سندرغاړې اریانا سعید په ترکیه کې د ګولډ میډیا ایوارډز انټرنیشنل له لورې …