کورپاڼه / جالب / ددې پسه قیمت ټول خلک حیران کړي دي

ددې پسه قیمت ټول خلک حیران کړي دي

له تېرې یوې میاشتې راهیسې د نړۍ له ګوټ ـ ګوټ څخه د ځینو ځانګړو شیانو د لوړو بیو په اړه راپورونه خپرېږي، خو اوسمهال په ایرلینډ کې یو پسه د خلکو د حیرانۍ لامل شوی دی.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د اروپا په شمالي ایرلینډ یو ډېر قیمتي پسه، چې د شپږو میاشتو و، بالاخره په ۴۴ زره یورو لیلام شو.

راپور زیاتوي چې دغه پسه تر ډېره حده پیاوړی، صحت مند او د ښه قد لرونکې و او د شمالي ایرلینډ یو ځایي اوسیدونکې ریچارډ تامسن د بزګرانو د ټولنې په مرسته خرڅ شو.

ددې پسه په لیلام کېدو سره د پخواني پسه هغه ریکارډ مات شوی، چې له دې وړاندې په لوړ بیه پلورل شوی، یعنې له دې وړاندې یو بل پسه په ۳۸ زره یورو سره پلورل شوی و.

ریچارډ تامسن وایي په کومه بیه چې زما پسه وپلورل شوی، زما ټول خوبونه یې رښتیني ثابت کړل، ما تمه لرله چې په ښه بیه به واخیستل شي خو دومره قیمت مو په خیال او خاطر کې هم نه و.

دا هم ولولئ

ساینسپوهانو د بې وفا نارینه وو نښې، نښانې موندلي دي

که چېرته سړي د خپل ژوند له ګډ ملګري سره دوکه کوي نو دا ډېر …