د ۲۰۲۰ کال د توکیو المپیک سیالیو کې، چې د کورونا په سبب ځنډېدلې وې او اوسمهال په جاپان کې ترسره کېږي، بلجیم د هاکي لوبې پایلوبه وګټله.
د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د توکیو المپیک په هاکي لوبو کې بلجیم او استرالیایي لوبډلو پایلوبې ته لاره پیدا کړې وه، چې بلجیم وګټله او په لومړي ځل یې د المپیک اتلولي خپله کړه.
راپورونه زیاتوي چې د بلجیم لوبډلې د استرالیا لوبډلې ته په (شوټ اوټ) کې ماتې ور کړه. یعنې په ټاکل شوي وخت کې د دواړو لوبډلو لوبه د ۱-۱ پر وړاندې مساوي و، خو په اضافي وخت کې بیا بلجیم د ۳-۲ پر وړاندې بریا ترلاسه کړه.
په دې بلجیم د لومړي ځل لپاره د هاکي په لوبه کې د اولمپیک اتلولي خپله کړه او له لوبې وروسته سره له دې چې په بلجیم کې کورونا په زور کې ده، ښه جشنونه ولمانځل شول.
په دې سیالیو کې استرالیایي لوبډلې په دویم مقام کې راغله او د سپینو زرو مډال یې وګاټه او د هند لوبډله، چې المان ته یې د ۵-۴ پر وړاندې ماتې ور کړه، په دریم مقام راغله او د ژېړو مډال یې خپل کړ.