کورپاڼه / اسلام / آیا له ستونزو سره مخ یئ؟ سورت الرحمن وظیفه وګرځوئ

آیا له ستونزو سره مخ یئ؟ سورت الرحمن وظیفه وګرځوئ

که له یوې خوا د کورونا وبا انساني ژوند دومره اغېزمن کړی، چې په سبب تقریباً هر شخص له مالي ستونزو مخ شوي، نو له بلې په هیواد کې امنیتي ګواښونو هم د خلکو دندې او کارونه له خطر سره مخ کړي.

هر څوک په دې وېره کې دي چې کاروبار به یې څنګه شي یا دنده له لاسه ور نه کړي، چې دغه ټولې ستونزې موږ پخپله په ځان راوستي او ترټولو لوی لامل یې دادی چې پر الله تعالی توکل نه کوو.

ددې لپاره چې ستونزې مو حل شي هره ورځ د سهار له لمانځه وروسته لومړی او اخر کې یوولس ـ یوولس ځله درود شریف او په منځ کې یې درې ځلې سورت الرحمن ولولئ او په یو وخت یې ترسره کړئ.

کله چې ددې وظیفې لپاره کېناستئ، نو تر هغې مه پورته کېږئ دغه عمل مو نه وي پای ته رسولی. دغه راز ترمنځ یې له چاسره خبرې مه کوئ او کله چې دغه آیت شریف راتلو ((فبای الا ربکما تکذبان)) نو په لوړ غږ یې وایئ.

او په زړه کې د خپلو ستونزو، د رزق د پرخوالي، بریالیتوب او کاروبار لپاره دعا وکړئ، ان شاءالله چې ګټورخ به وي. خو یو شی باید په پام کې ونیسئ چې وظیفه کوونکی شخص باید لمونځ ګوزاره وي.

دا هم ولولئ

که د غاښ درد لرئ، په مالګه دا سورت ووایئ او پر غاښ یې ووهئ

د غاښ درد یو داسې درد دی چې نن سبا یې ډېر شمېر خلک اغېزمن …