کورپاڼه / سياست او روانې چارې / بورس جانسن او کیري جانسن د دویم ماشوم د زېږون په تمه دي

بورس جانسن او کیري جانسن د دویم ماشوم د زېږون په تمه دي

د انګلستان د لومړي وزیر بورس جانس میرمن کیري امیندواره ده او تمه ښودل شوې چې هغه به د راتلوونکې کرسمس پورې د دویم ماشوم مور شي.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د انګلستان د لومړي وزیر بورس جانسن ۳۳ کلنې میرمنې کیري جانسن پر انستاګرام پوسټ کړی او مینوال یې خبر کړی، چې هغه حامله ده او تر کرسمس پورې به د دویم ماشوم مور شي.

هغې پخپل پوسټ کې لیکلي دي چې یو حمل یې ضایع شوی و، چې په سبب یې ډېره خفه وه، خو اوس ډېره زیاته خوشحاله ده او غواړي چې خپل ټول مینوال پخپله خوښۍ کې شریک کړي.

د انګلستان لومړۍ میرمنې د حمل له سقط کولو وروسته د هغه تکلیفونو او رواني ستونزو په اړه هم غږېدلې چې هغه ورسره مخ شوې وه. نوموړې د ۵۵ کلن بورس جانسن دریمه میرمن ده.

دوی دواړه په ۲۰۱۹ کال د واده په تار سره وتړل شول، خو مراسم یې د کورونا په سبب وځنډېدل، چې بیا یې یو زوی ویلفریډ وزېږېد او له هغې وروسته یې د روان کال په میې میاشت کې په غلني ډول واده وکړ.

دا هم ولولئ

مریم امرخیل

مریم امرخیل: څلور میاشتې وشوې معاش مې نه دی اخیستی

مشهوره مدني فعاله او د تعلیم په برخه کې د ماشومانو لپاره کارکوونکې مریم امرخیل …