کورپاڼه / اسلام / ((ای علي (رض)! د ډوډۍ په پیل کې هم مالګه خوره او پای کې هم))

((ای علي (رض)! د ډوډۍ په پیل کې هم مالګه خوره او پای کې هم))

د مسلمان په توګه زموږ د ټولو راسخه عقیده داده، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول حکمونه او لارښوونې د بشر د خیر، ښېګڼې لپاره دي او هره خبره یې د دنیاوي او اخروي ګټو پر بنسټ ولاړه ده.

اوسنی ساینس هم نه یوازې دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونې مني، بلکې د هغه مبارک په ډېرو حکمونو یې څېړنې هم ترسره کړي دي.

نننۍ لېکنه مو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو حکم په تړاو ده، چې هغه حضرت علي رضي الله ته کړی و او فرمایلي یې ول: ((ای علي! د ډوډۍ په پیل کې هم مالګه خوره او پای کې هم، ځکه چې په مالګه کې د اویا ناروغیو درملنه پرته ده.))

په مالګه کې چې د کومو ناروغیو درملنه نغښتې له هغې جملې د لېونتوب، جزام، پر پوستکي سپین داغونه پیدا کېدل، چې ځینې ویښتان او ټول پوستکی سپینوي، د ستوني درد، د غاښ او خېټې درد او نور.

امام جعفر صادق رحمة الله فرمایي هغه کسان چې غواړي پر مخ یې داغونه او دانې ختمې شي، نو هغوی ته اړینه ده چې د خوراک پرمهال پر لومړني شخوند لږه غوندې مالګه واچوی.

دا هم ولولئ

هغه میرمنې چې دا ډول نښې، نښانې لري، هغه بابرکت وي او کور ته مینه او محبت راولي

حضرت عایشه رضي الله عنها روایت کوي چې رسول الله (ص) فرمایلي: په کومو ښځو …