کورپاڼه / هنر او کلتور / ولې شاهرو خان، عامر خان منع کاوه چې په بازیګر فلم له کاجل سره کار مه کوه؟

ولې شاهرو خان، عامر خان منع کاوه چې په بازیګر فلم له کاجل سره کار مه کوه؟

د بالیووډ د رومانس فلمونو بادشاه شاهرو خان د هغه لامل په اړه څرګندونې کړي، چې په سبب یې عامر خان ته ویلي ول چې له کاجل سره دې په (بازیګر) فلم کې کار نه کوي.

شاهرو خان په یوه مرکه کې وایي، کله چې د بازیګر فلم جوړېده نو عامر خان غوښتل چې په دې فلم کې له کاجل دیوګن سره کار وکړي، خو ما ترې منع کړ.

هغه زیاتوي چې ما عامر خان ته وویل چې کاجل ډېره بده انجلۍ ده او هغه هیڅ خپل کار ته پام نه کوي، نو دا به ډېره غوره وي چې له هغې سره کار ونه کړې.

شاهرو خان مخکې وایي کله چې د فلم د شوټنګ پرمهال مې د کاجل اداکاري ولېدله، نو ډېر ترې اغېزمن شوم او سمدستي مو عامر خان سره اړیکه ونېوله چې کاجل خو په سکرین جادوګره ثابته شوه.

د یادولو وړ ده چې تېره ورځ د کاجل ۴۷ کلیزه وه او یو وخت په بالیووډ کې د شاهرو خان او کاجل جوړې ډېر مینوال لرل او د (دال والی دلهنیا لی جایی ګی) فلم یې ډېر مشهور شو.

دا هم ولولئ

اریانا سعید د سولې، موسیقۍ او د ښځو آزادۍ لپاره د سفیرې په توګه جایزه ګټلې

افغانې مشهورې سندرغاړې اریانا سعید په ترکیه کې د ګولډ میډیا ایوارډز انټرنیشنل له لورې …