کورپاڼه / جالب / آیا د چرګانو ډیناسور مو لېدلي دي؟ د جرسي جاینټ په نوم سره یادېږي

آیا د چرګانو ډیناسور مو لېدلي دي؟ د جرسي جاینټ په نوم سره یادېږي

د ارتقاء ساینس وایي چې د چرګانو په ګډون د ټولو الوتونکو ارتقاء له ډیناسور څخه پیل شوې او د جرسي جاینټ په نوم دغه غټ چرګان دې نظریې ته د تایید په مانا دي.

خو باید وویل شي چې دغه چرګان له طبیعي نسل څخه نه دي پیدا شوي، بلکې په نوولسمه پېړۍ کې دوه امریکایانو جان او تامس بلیک، چې ورونه هم دي، دغه غټ چرګانو د دریو چرګانو په تدریجي یوځای والي سره تیار کړي.

ددې چرګانو د نسل تیارولو موخه داده ترڅو په امریکا د فیل مرغانو پرځای کم لګښته او آسانه متبادل رامنځته کړي. باید یاده کړم چې په امریکا کې د فیل مرغانو غوښه په ډېر شوق خوړل کېږي.

کله چې دوی دواړو ورونه دغه غټ چرګان تیار کړل نو (بلیک جاینټ) نوم یې، چې کورنۍ نوم یې دی پرې کېښود. خو له څه مودې وروسته یې نوم بدل کړ او د (جرسي جاینټ) نوم یې ورکړ.

ددې چرګانو قد ۲۶ اینچه او وزن یې تر شلو پونډو پورې رسېږي او هګۍ هم د نورو چرګانو په پرتله یو څه غټې دي. د یادونې وړ ده چې دغه چرګان تر غټېدو پورې د نورو چرګانو په پرتله ډېر وخت اخلي.

دا هم ولولئ

اوس کولی چې د فلم په کتلو هم روپۍ وګټئ

فلمونه په عموم کې د ساتېرۍ لپاره کتل کېږي او په دې کې ځینې فلمونه …