کورپاڼه / روغتيا / په ګردو کې داسې حجرو موندل شوي چې د وینې فشار احساسوي

په ګردو کې داسې حجرو موندل شوي چې د وینې فشار احساسوي

ساینسپوهانو د انسان په ګردو کې دننه ځینې داسې حجرې موندلي چې، د وینې فشار احساسوي او دې حجرو ته د بدن بیرومیتر ویل شوی دی.

د ورجینیا پوهنتون ساینسپوهان وایي چې دغه حجرې د وینې فشار د سینسر په ډول کار کوي او فشار یې برابر ساتي. که څه هم له دې وړاندې دغه خبره شکمنه وه چې آیا دا حجرې په ګردو کې دي او که څنګه؟ خو نوو موندنو یې تصدیق وکړ.

له دې وړاندې دغه سینسر ډوله حجرې په غاړه او زړه ترڅنګ موندل شوې، چې د وینې فشار تر څار لاندې نیسي او کله چې د وینې فشار له کمښت یا ډېرښت سره مخ شي، نو دماغو ته خبر ورکوي او په برابرولو کې یې مرسته کوي.

پر دې مهمې موندنې د مقالې لیکونکې ډاکتز ماریه لوپیز وایي چې دا یوه ډېره په زړه پورې موندنه ده، په دې څېړنه کې د ګردو دننه یو ډول حجرې موندل شوي چې د وینې فشار احساسوي او برابر یې ساتي.

په دې څېړنې سره نه یوازې دا چې د وینې د فشار د ډېرښت یا کمښت په اړه معلومات ترلاسه کېږي بلکې له دې خطرناکې ناروغۍ څخه د ژغورنې لپاره به نوې درملنه هم رامنځته شي.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …