کورپاڼه / هنر او کلتور / شلپا شیټي له یو بل زیان سره هم مخ شوه

شلپا شیټي له یو بل زیان سره هم مخ شوه

د بالیووډ مشهورې اداکارې او نڅاګرې شلپا شیټي وروسته له هغې چې خاوند یې راج کندرا، د غېر اخلاقو فلمونو د جوړولو په تور ونېول شو، اوس له یو بل تاوان سره مخ شوه.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې شلپا شیټي، چې د نڅا په یوه خپرونه کې یې د داورې په توګه کار کاوه، له کاره ایستل شوې ده.

راپورونه وایي چې هغې په یوه ریلیټي شو (سوپر ډانسر چیپټر۴) کې د داورې په توګه کار کاوه، خو کله چې د هغې خاوند ونېول شو نو شهرت او شته مقام یې ډېره اغېزمن شو.

راپورونه زیاتوي چې په یاده خپرونه کې به د شلپا شیټي پرځای سونالي باندری او پخوانۍ اداکاره موشمي چیټرجي به په دې اوونۍ کې د داورو په توګه کار وکړي.

د یادولو وړ ده چې د ممبۍ پولیسو د شلپا شیټي خاوند راج کندرا د غېر اخلاقي فلمونو د جوړولو په جرم تېره میاشت نېولی، چې له هغې وروسته شلپا شیټي په یاده خپرونه کې برخه نه اخیستله.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …