کورپاڼه / روغتيا / که چېرته له ورزش کول وړاندې چاکلیټ وخوړل شي نو د وینې جریان به تېز شي او بدني فعالیتونه به راته آسانه شي

که چېرته له ورزش کول وړاندې چاکلیټ وخوړل شي نو د وینې جریان به تېز شي او بدني فعالیتونه به راته آسانه شي

چاکلیټ د ډېرو روغتیایي ګټو لرونکې وي، خو اوس یې یوه بله ګټه هم څرګنده شوې، چې په ځانګړي توګه له ۴۰-۵۰ کلنۍ پورې ترې ګټه اخیستلی شو. که چېرته له ورزش کول وړاندې چاکلیټ وخوړل شي نو د وینې جریان به تېز شي او بدني فعالیتونه به آسانه کړي.

د یوې څېړنې له مخې موندل شوې چې د کوکو پوډر هم ورته اغېزمن تمامېږي او د فلیوینول ماده یې نه یوازې د وینې جریان تېزوي، بلکې وینه له غوټه کېدو او حافظه له کمزوري کېدو څخه ساتي.

څېړونکې وایي چې ډېر شمېر خلک وړاندې له دې چې یو څه بدني فعالیتونه ترسره کړي یا لږ ورزش ترسره کړي، ډېر ستړي وي او ژر ـ ژر ساه ګانې اخلي، نو که چېرته په دې صورت کې چاکلیټ وخورو نو وینه جریان به مو تېز شي او اکسیجن به ورته ورسېږي.

لکه څنګه چې په منځني عمر کې د بدن هرې برخې ته د اکسیجن رسول کمزوري کېږي او په دې سره د عضلو حرکت هم ستونزمن کېږي، همدا لامل دی چې د منځني عمر لرونکې کسان په ډېرو ستونزو سره ورزش کوي.

نو ځکه خو روغتیایي کارپوهان ټینګار کوي چې له ورزش کولو یو ساعت وړاندې ۴۰۰ ملي ګرامه فلیوینول سپلیمنټ هم ګټور وي. له دې وړاندې څېړنو هم ښودلې وه چې د چاکلیټو خوراک ذهني فشار کموي او دماغو ته د وینې جریان تېزوي.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …