کورپاڼه / د لوبو راپورونه / بنګله دېش په اسټرالیا باندې تاریخ جوړ کړ
بنګله دېش

بنګله دېش په اسټرالیا باندې تاریخ جوړ کړ

بنګله دېش د اسټرالیا په سترې لوبډلې باندې تاریخ جوړ کړ او په تاریخ کې په لومړي ځل یې د اسټرالیا لوبډلې ته په یوه لوبلړۍ کې ماتې ورکړه.

د بنګله دېش او اسټرالیا ترمنځ پرون دریمه نړیواله شل اوریزه لوبه ترسره شوه، چې بنګله دېش په دغه لوبه کې هم د ۱۰ منډو په توپیر اسټرالیا ته ماتې ورکړه او د ۵ نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ یې په ۳-۰ سره وګټله، چې دوه لوبې یې لا هم پاتې دي.

په دغه لوبه کې بنګله دېش لومړی توپوهنه ترسره کړه چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۷ منډې وکړې، د دوی له ډلې محمودالله ۵۲، شکیب الحسن ۲۶ او عفیف حسین ۱۹ منډې وکړې. د اسټرالیا له خوا ناتن ایلیس ۳، جوش هازلووډ او اډم زمپا ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د ۱۲۸ منډو هدف په تعقیب کې د اسټرالیا لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۷ منډې وکړې او د ۱۰ منډو په توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوی له خوا مچل مارش ۵۱، بین مک ډرموټ ۳۵ او الیکس کېري ۲۰ ناسوځېدلې منډې وکړې. د بنګله دېش له خوا شوریف السلام ۲، ناسوم احمد او شکیب الحسن ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه محمودالله ترلاسه کړه.

د بنګله دېش او اسټرالیا ترمنځ به څلورمه نړیواله شل اوریزه لوبه نن په ډهاکه کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …