کورپاڼه / تجارتي ليګونه / قېس ۲ ویکټې واخیستې، خو لوبه د راشد لوبډلې وګټله
قېس احمد او راشد خان

قېس ۲ ویکټې واخیستې، خو لوبه د راشد لوبډلې وګټله

د انګلستان په دي هنډریډ سیالیو کې پرون د راشد خان او قېس احمد د اړوند لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې راشد خان کومه ویکټ ترلاسه نه کړه، خو قېس بیا دوه ویکټې ترلاسه کړې او لوبه کې د راشد خان اړوند لوبډلې بریا خپله کړه.

د دي هنډریډ سیالیو ۲۰مه لوبه د ویلش فایر او ټرینټ روکیټس لوبډلو ترمنځ په کارډف کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې ټرینټ روکیټس پچه وګټله او لومړی یې ویلش فایر ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ویلش فایر په ټاکلو ۱۰۰ توپونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۹ منډې وکړې، چې له ډلې یې ګلین پیلیپس ۵۰ او لیوس ډو پلوی ۳۰ منډې وکړې. د ټرینټ له خوا وهاب ریاض ښه توپ اچونه ترسره کړه چې ۴ ویکټې یې ترلاسه کې، راشد خان بیا کومه ویکټ وانخیسته.

د ۱۴۰ منډو هدف د ټرینټ روکیټس لوبډلې په ۹۰ توپونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۶ ویکټو په توپیر یې په لوبه کې بریا خپله کړه.

د دوی له خوا سمیت پټیل ۴۶ ناسوځېدلې، الیکس هیلس ۲۶ او ډیویډ ملن ۲۰ منډې وکړې. د ویلش فایر له خوا قېس احمد دوه ویکټې واخیستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه سمیت پټیل ته ورکړل شوه. ټرینټ روکیټس په پنځه لوبو کې څلور وګټلې او د ۸ نومرو سره په جدول کې لومړی مقام لري.

دا هم ولولئ

راشد خان د شاهد افریدي او ټیم سوتي ریکارډ مات کړ

تېره شپه افغان لوبډلې سکاټلېنډ ته د نړیوال شل اوریز جام په خپله لومړۍ لوبه …