کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د سپين بولدک دروازه اوس هم تړل شوې ده
سپین بولدک

د سپين بولدک دروازه اوس هم تړل شوې ده

د سپين بولدک دروازه چې له پرون راهیسې طالبانو بنده کړې ده، نن هم تړلې ده او ویل کېږي چې د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ خبرې کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي.

دغه لاره طالبانو له هغه وروسته وتړله، چې ویل کېږي، په لاره د پاکستان له خوا ډېر زیات بېروبار جوړ شو، چې خلکو ته یې ډېر سردردی پېدا کړ، بلکې د ښځو عزت هم پکې تر پښو لاندې شو.

د ځینو رسنیو د راپورونو په وېنا، په سپین بولدک کې طالبانو د پاکستان نه غوښتنه کړې ده، چې خلکو ته دې د تذکرې او مهاجر کارټ پرته د تګ راتګ اجازه ورکړي.

تېره ورځ یو پاکستاني چارواکي له یوې رسنۍ سره په خپلو خبرو کې ویلي و، چې له طالبانو سره یې د لارې د خلاصولو په اړه خبرې روانې دي او کوشش کوي چې لاره ژر خلاصه شي.

د یادولو وړ ده چې د سپین بولدک ولسوالي له څه وخت راهیسې د طالبانو لاس ته لوېدلې ده او اوس له کرښې دې خواته د پاکستانو واک چلېږي.

دا هم ولولئ

حامد کرزی

حامد کرزي د تـا لـیـبـا نـو د رسمیت لپاره ورته سپینې سپینې وویلې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ا.ا د نړیوال مشروعیت لپاره هغوی ته سپینې …