د هند په اتر پردیش ایالت یوې ناوې له دې امله له واده انکار کړی، چې وراباڼو د خوشحالۍ په نوم هوایي ډزې کولې.
د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د اتر پردیش ایالت د میرټ ولسوالۍ اوسیدونکې شهزاد د ناوې وړلو لپاره په ورا لاړ، چې هلته وراباڼو د خوشحالۍ په نوم هوایي ډزې وکړې او پایله کې د ناوې تره زخمي شو.
د وراباڼو په دې ناوړه کار سره دوه ویشت کلنې ناوې ارم له واده څخه انکار وکړ. د ناوې کورنۍ ډېره سخته په غوسه شوه او پر شاه زلمي او خپلوان یې حمله وکړه.
راپورونه وایي چې د ناوې کورنۍ د واده د زلمي موټر هم مات کړ او له هغې وروسته پولیس د پېښې ځای ته ورسېدل او وراباڼي یې ترې خلاص کړل.
پولیس وایي چې دوی د واده عکسونه ګوري او له مخې به یې هغه کسان پیدا کړي، چې هوایي ډزې یې کولې. بل لورې ته د ناوې تره روغتون ته وړل شوی او حالت یې د ډاډ وړ دی.