کورپاڼه / خپلواک / د مجيب لوبډلې د شفق او شاپور لوبډله ماته کړه
مجيب او شفق

د مجيب لوبډلې د شفق او شاپور لوبډله ماته کړه

خپلواک وېبپاڼه (٢١ نومبر ٢٠١٩): د ټي ټين يا لس اوريزه ليګ کې نن د مجيب الرحمان او شفيق الله شفق او شاپور ځدراڼ لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې شاپور ځدراڼ خو کومه ويکټ ترلاسه نه کړه خو مجيب الرحمان يو ويکټ ترلاسه کړه او د مجيب لوبډلې په لوبه کې بريا هم خپله کړه.

د لس اوريزه ليګ په ٢٠مه لوبه کې د قلندرز او کرناټکه ټوسکرز لوبډلې سره مخامخ شوې. د لوبې په پيل کې پچه د قلندرز لوبډلې وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

د قلندرز لوبډلې په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٠ منډې وکړې چې د کرناټکه ټوسکرز لوبډلې ته يې د ١٣١ منډو هدف وټاکه. د دوى له لوري ټام بېنټون تر ټولو زياتې ٨٠ منډې ترلاسه کړې. هغه ٦ شپږيزې او ٩ څلوريزې ووهلې چې په ٢٨ توپونو يې په زړه پورې توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه. همدا راز مجيب الرحمان هم توپوهنې ته راووت چې له ١ توپ سره مخامخ شو او ٢ منډې يې پرې وکړې.

د کرناټکه ټوسکرز لوبډلې له لوري احمد رضا او سنديپ لاميچاني ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې، همدا راز شاپور ځدراڼ هم ٢ اورونه ترسره کړل چې ٣٢ منډې يې ورکړې او کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه.

د ١٣١ منډو د هدف په تعقيب کې د کرناټکه ټوسکرز لوبډلې په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٩٨ منډې وکړې او په ٣٢ منډو يې په لوبه کې ماته وخوړه. د دوى له لوري ريان ټين ٢٥، جانسن چارليس ٢٤ او شفيق الله شفق ١٢ منډې ترلاسه کړې. شاپور ځدراڼ هم ٢ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د قلندرز له لوري سلطان احمد او جارج ګارټون ٢-٢ لوبغاړي وسوځول، همدا راز مجيب الرحمان په ٢ اورونو کې ١٩ منډې ورکړې او ١ ويکټ يې ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ټام بېنټون ترلاسه کړه، چې په زړه پورې توپوهنه يې ترسره کړې وه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …