کورپاڼه / روغتيا / د پوستکي د ښکلي او زړه راښکونکې ساتلو لپاره باید څه وکړو؟

د پوستکي د ښکلي او زړه راښکونکې ساتلو لپاره باید څه وکړو؟

ښکلې او زړه راښکونکې ښکارېدل د هرې ښځې حق او خوب وي او ددې لپاره ډېرې خوارۍ هم کوي او ډېر لوړ بیه ـ لوړ بیه کریمونه استعمالوي.

خو اړینه خبره داده چې د ښځو د ښکلا ټول دارومدار د هغوی د پوستکي روغتیا پورې دی، که چېرته پوستکی روغ او صحت مند وي، نو تاسې به پخپله ښکلي او زړه راښکونکې وبرېښئ.

روغتیایي کارپوهان لارښوونه کوي چې ددې لپاره چې پوستکی مو ښکلی وي نو اړینه ده چې پوستکي خیال وساتو، نو اړینه ده چې خپل ورځني روټین ته پام وکړو، ځکه چې پوستکی پام کولو ته اړتیا لري.

هغه ښځې چې هر وخت د خپل پوستکي خیال ساتي، هغوی د پوستکې له بېلابېلو ستونزو څخه خوندي پاتې کېږي او یوازې دا نه بلکې په منظم ډول سره د پوستکې ساتنه د عمر ډېرېدو اغېزې ختموي.

ډېر شمېر خلک څلور ډوله کریمونه سره یوځای کوي او استعمالوي یې، چې دا ډېر خطرناک وي او پایلې یې د تشویش وړ دي، ځکه ممکن پوستکی وچاودېږي. ددې لپاره اړینه ده چې یوه کاچوغه وطني غوړي هره ورځ استعمال کړو.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …