کورپاڼه / جالب / یو چینایي شخص د غاښونو د پاکولو پرمهال روغ برش تېر کړی

یو چینایي شخص د غاښونو د پاکولو پرمهال روغ برش تېر کړی

ټولنیزې رسنۍ هره ورځ د نوو او حیرانوونکو پېښو شاهدې وي او په دې کې ځینې داسې پېښې هم وي، چې انساني عقل یې منلو ته تیار نه وي او همدغسې یوه پېښه په چین کې واقع شوې.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي په چین کې یو شخص د غاښونو د پاکولو پرمهال برش تېر کړی او ډاکتر وایي چې د برش رایستلو لپاره یې پېچلي عملیات ترسره کړل.

چینایي رسنۍ زیاتوي چې د جیانګ سو د ولایت د تاشو د سیمې اوسیدونکې لس ورځې وړاندې، هغه وخت کله چې هغه نشه و، نو د غاښونو برش یې تېر کړی و.

راپور وایي چې دغه چینایي شخص پنځلس سانتي میتره برش روغ تېر کړی دی، چې بیا له هغې وروسته روغتوت ته یوړل شو.

ډاکتران وایي چې ددغه شخص ډېر پیچلي عملیات یعنې ګیسټرو سکوپیک عملیات یې ترسره کړل او په بریالیتوب سره یې برش ترې وویست.

دا هم ولولئ

یو انجلۍ په دې سبب له واده انکار کړی، چې د کلي سړک یې خراب و

په هند کې هره ورځ د واده اړوند ډېر داسې واقعات د رسنیو د سرټکي …