کورپاڼه / هنر او کلتور / نرګس فخري ولې په هندي سینما کې ستر فلمونه له لاسه ورکړل؟
نرګس فخري

نرګس فخري ولې په هندي سینما کې ستر فلمونه له لاسه ورکړل؟

د هندي سینما مشهوره اداکاره او موډله نرګس فخري وايي، چې په هندي سینما کې یې ځینې ستر فلمونه له دې امله له لاسه ورکړل، چې د چا غېر ا خلا قي غوښتنو ته یې مثبت ځواب نه ورکاوه.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، نرګس فخري چې په ۲۰۱۱ کال کې یې د امتیاز علي فلم (راک سټار) څخه په دغه سینما کې قدم کېښود، د خپل ښایست او اداکارۍ له امله یې ډېر مینه وال پېدا کړل، خو باليووډ کې یې ډېر وخت تېر نه کړ.

له یو یوټیوب چېنل سره په خپله مرکه کې نرګس فخري وویل، چې په هندي سینما کې د ډېرو ستونزو سره مخ شوې وه. هغه وايي، زه د شهرت وږې نه یم او همدا لامل دی چې د هېڅ فلم جوړونکي غېر ا خلا قي غوښتنه مې نه ده منلې، نو ځکه مې ډېر ستر فلمونه له لاسه هم ورکړي.

نرګس فخري وايي، چې هغه تل د خپل عزت او درناوي په لټه کې وه، نو ځکه په بالیووډ کې د کار کولو ډېرې کمې موقعې په لاس ورغلې، خو هغه په خپلو اصولو کلکه ولاړه وه، ځکه چې اخلاق د هغې په ژوند کې ډېر مهم څیز دی.

نوموړې په خپله مرکه کې دا هم وویل، چې د موډلینګ په پرتله بیا د بالیووډ سینما ډېره ښه ده، ځکه په موډلینګ کې تل دا فشار وي چې باید لو څ عکسونه واخلې، ځکه موډلینګ کې هم ما خپل کیریر جوړ نه کړای شو، چې دا هر څه زما لپاره د منلو وړ نه و.

د یادولو وړ ده چې نرګس فخري له سنجی دت سره د افغانستان په اړه په جوړ شوي فلم (تورباز) کې هم کار کړی و.

دا هم ولولئ

اریانا سعید د سولې، موسیقۍ او د ښځو آزادۍ لپاره د سفیرې په توګه جایزه ګټلې

افغانې مشهورې سندرغاړې اریانا سعید په ترکیه کې د ګولډ میډیا ایوارډز انټرنیشنل له لورې …