کورپاڼه / خبرونه / د کرکټ بورډ او اسدالله خان ترمنځ په اصل کې څه کیسه رامنځته شوې وه؟
اسدالله خان او فرهان یوسفزی

د کرکټ بورډ او اسدالله خان ترمنځ په اصل کې څه کیسه رامنځته شوې وه؟

کله چې کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې ۳ نړیوالو یو ورځنیو لوبو ته افغان لوبډله اعلان کړه، نو له هغه وروسته د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان له خپلې دندې استعفا ورکړه.

د معلوماتو له مخې، اسدالله خان له دې امله له خپلې دندې استعفا ورکړه، چې هغه له یاد نوملړ څخه ناخبره و او دا نوملړ په کرکټ بورډ کې ځینو داسې کسانو جوړ کړی و، چې ویل کېږي نامسلکي و، اسدالله خان ځکه استعفا ورکړه، چې کله هغه لوبډله نه شي اعلانولی، نو بیا ولې د غوراوي کمېټې د مشر په توګه پاتې شي؟

وروسته داسې اوازې خپرې شوې، چې اسدالله خان غوښتل چې په لوبډله کې ګلبدین نایب واخلي او کرکټ بورډ غوښتل چې هغه نور په لوبډله کې پاتې نه شي او ځای یې کوم ځوان لوبغاړي ته ورکړل شي، نو کرکټ بورډ له دندې لیرې کړ.

خو زموږ د معلوماتو له مخې، ستونزه د دوه خبرو له امله وه، لومړی دا چې د اسدالله خان په ناخبرۍ کې لوبډله اعلان شوې وه او دویمه دا چې اسدالله خان غوښتل چې عثمان غني باید حتماً په لوبډله کې شامل وي، چې هغه وړ لوبغاړی و، خو د هغه په حق کې تل ظلم شوی دی.

کله چې نورو لوبغاړو هم د نه اخیستو له امله شکایت وکړ، نو اسدالله خان له خپلې دندې استعفا ورکړه. خو په ورته وخت کې بیا کرکټ بورډ په دې هڅه کې شو، چې اسدالله خان ته د غوراوي کمېټې پر ځای یوه بله دنده ورکړي.

زموږ د معلوماتو له مخې، کرکټ بورډ اسدالله خان ته ویلي دي، چې هغه ته به د کرکټ ډایریکټر دنده ورکړي، خو نوموړي ورته ویلي دي، چې هغه واک ونه لري، هېڅ دنده هم نه ترسره کوي.

ځینې سرچینې دا هم وايي، چې کرکټ بورډ د اسدالله خان پر ضد په ټولنیزو رسنیو کې د ځینو خلکو په مټ پراخ تبلیغات وکړل، خو نوموړی چون یو مسلکي کس دی او د خپل کار سره کار لري، نو هېڅ خبرې ته هم ټیټ نه شو او په خپل دریځ کلک ودرېد.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …