کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د لمر تر څنګ یو بل لمر موندل شوی دی

د لمر تر څنګ یو بل لمر موندل شوی دی

د یو بهرني خبري آژانس د راپور له مخې ویل کېږي چې د ناسا ستور پېژندونکو لمر ته نږدې یو بل لمر موندلی دی.

د ناسا ستور پېژندونکې وایي چې دغه ستوری له لمر څخه کوچنی دی، خو د لمر په څېر ښکاري. دغه ستوری چې (کپا ۱ سیټي) نومېږي، د لمر په څېر تودوخه او روښنایي لري.

ناسا وایي په ابتدایي لمریز نظام کې میلیاردونه کاله شاته تګ او دا معلومول چې لمر څنګه و؛ ناممکن دي. دغه راز ددې پوښتنې ځواب موندل چې څه وخت پر ځمکه د ژوند نښې، نښانې راڅرګندې شوې، خو ساینسپوهان به له دې موندنې معلومات ترلاسه کړي چې لمر څه ډول د سیارو د چاپیریال او پر ځمکه د ژوند د ودې سبب ګرځېدلی.

بل لوري ته څېړونکې وایي چې ساینسپوهان به دغه معلومات په ښه ډول ترلاسه کړي چې زموږ لمر چې کوم وخت ځوان و نو هغه وخت څنګه و؟ او څه ډول زموږ د سیارو چاپیریال او پر ځمکه ژوند تشکیل کړ؟

ستور پېژندونکې وایي چې د انسانانو په ډول ځوان ستوري هم د عمر په حساب له ارتقاء او ودې څخه تېرېږي او په ځانګړتیاوو کې یې بدلونونه رامنځته کېږي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …