کورپاڼه / د لوبو راپورونه / دریمه ورځ؛ هند د انګستان د ۱۸۳ منډو پر وړاندې ۲۷۸ منډې وکړې

دریمه ورځ؛ هند د انګستان د ۱۸۳ منډو پر وړاندې ۲۷۸ منډې وکړې

د هند لوبډلې د لومړۍ ټیسټ لوبې په دریمه ورځ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د انګستان د ۱۸۳ منډو پر وړاندې ۲۷۸ منډې وکړې.

د هند او انګستان ترمنځ لومړنۍ ټیسټ لوبه د انګلستان په کوربتوب په ټرینټ برج کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. د لوبې پچه کوربه لوبډلې وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه.

انګلستانۍ لوبډله د هند د توپ اچونې پر وړاندې ښه ونه ځلېده، ۶۵.۴ اورونه یې ولوبول، ټول لوبغاړي یې وسوځېدل او ۱۸۳ منډې یې وکړې، چې له ډلې یې جی روټ ۶۴، جوني بیرسټو ۲۹ او سام کرن ۲۷ منډې وکړې.

د هند له لورې په توپ اچونه کې جسپریټ بومرا څلور، محمد شامي درې، شردل ټاکور دوه او محمد سراج بیا یوه ویکټ ترلاسه کړه. بل لوري ته هندي لوبډلې په ۱۳ اورونو کې ۲۱ منډې کړي، کوم لوبغاړی یې له لاسه نه دی ور کړی، روهیت شرما او راهول یې په ۹-۹ منډو ناسوځېدلي ولاړ دي او نن ورځ به بیا خپلې توپ وهنې ته ادامه ور کړي.

هند د انګلستان ۱۸۳ منډو پر وړاندې په دریمه ورځ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۸ منډې وکړې، چې له ډلې یې روهیټ شرما ۳۶ او راهول په ۸۴، رویندر جدیجا ۵۶ منډې وکړې. د انګلستان له لورې جیمس اندرسن څلور او روبینسن پنځه ویکټې واخیستې.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …