کورپاڼه / روغتيا / د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت پرځای او دماغ مو پیاوړي کړئ

د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت پرځای او دماغ مو پیاوړي کړئ

دماغ یا ماغزه د انسان د بدن تر ټولو مهم غړی ګڼل کېږي، چې په مرسته یې د بدن ټول سیستم کنترولېږي. دماغ د بدن مرکزي برخه ده او همدا دماغ دي چې بدن ته د غبرګون ښودلو پیغام ور کوي.

خو باید وواسو چې دماغ په هر انسان کې یو له یو بل سره توپېر لري، ځینې یې د پیاوړو دماغو او ځینې بیا د کمزورو دماغو لرونکې وي، خو ځینې داسې لارې چارې شته چې په عملي کولو سره یې خپل دماغ پیاوړي کولی شو.

چې په دې لړ کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپېڅلې طریقه یا سنت (قیلوله) هم د یادونې وړ ده. قیلوله په ماسپښین کې لنډ مهاله خوب ته ویل کېږي او څېړنو ښودلې چې دغه خوب دماغ پیاوړي کوي.

که څه هم د اوسني بوخت ژوند په سبب دومره وخت نه لري، چې د ماسپین پرمهال خوب وکړي، خو څېړونکې وایي چې په ماسپښین کې یوازې یو څو دقیقې خوب کول هم پر دماغو مثبتې اغېزې کوي او ذهني روغتیا یې پیاوړي کوي.

د څېړنو د پایلو له مخې ویل کېږي چې د ماسپښین پرمهال خوب کول، چې اندازه یې تر نیم ساعت پورې ښودل شوې، د دماغو لپاره ګټور وي او مثبتې اغېزې پرې کوي.

دا هم ولولئ

د یوه ښه او آرامه خوب د ترلاسه کولو لارې چارې

په نړۍ کې ډېر شمېر داسې کسان شته دی، چې هغوی د شپې تر ناوخته …