کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د ټویټر ټرېنډ: پاکستان ته سزا ورکړئ
پاکستان

د ټویټر ټرېنډ: پاکستان ته سزا ورکړئ

په ټویټر کې د پاکستان پر ضد یو ټرینډ روان دی، چې تراوسه پورې پکې له ۱۸ زرو څخه زیات ټویټونه شوي دي او پاکستان ته د سزا ورکولو غوښتنه پکې شوې ده.

دا ټرینډ د #SanctionPakistan هشټاګ په نوم روان دی، چې د افغانانو ترڅنګ ډېر شمېر نړیوالو هم پکې ټویټونه کړي دي او پاکستان ته یې له نړیوالو څخه د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

هغه کسان چې په دې ټرینډ کې یې برخه اخیستې ده، وايي چې پاکستان د طالبانو په مرسته په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړی دی او باید مخه یې ونیول شي.


په افغانستان کې د کاناډا پخوانی سفیر کریس الیګزندر هم په دې ټرینډ کې برخه اخیستې ده او ویلي یې دي، که پاکستان ته سزا ورکړل شي، نو په افغانستان کې جنګ په خپله درېږي.


د دغه هشټاګ تر لاندې ټویټونه ورو په ورو زیاتېږي او خلک له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوي، که چېرته یې پاکستان ته سزا ورکړه، نو د افغانستان جنګ به ژر پای ته ورسېږي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب؛ هغه څوک چې د ولس سره په غم او ښادۍ کې ولاړ دی

د جمهوري دولت په پارلمان کې د کندهار د خلکو استازي حاجي سید احمد سېلاب …