کورپاڼه / خبرونه / افغان لوبډله روانه اونۍ سریلانکا ته ځي
افغان لوبډله

افغان لوبډله روانه اونۍ سریلانکا ته ځي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په روانه اونۍ کې له کابل څخه سریلانکا ته ځي، چې هلته به د پاکستان سره د ۳ نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کوي.

دا لوبې د ای سي سي د نړیوال جام ته د لارموندنې سیالۍ دي، چې افغانستان یې په سریلانکا کې کوربه توب کوي او لوبډله یې هم ورته څه وخت مخکې اعلان کړی دی.

د حشمت الله شهیدي په مشرۍ کې په اعلان شوې لوبډله کې دوه نور لوبغاړي نور علي ځدراڼ او حضرت الله ځاځی هم ورزیات شوي دي، خو کرکټ بورډ یې تراوسه پورې په اړه څه نه دي ویلي.

د دې سیالیو په اړه ویل کېږي، چې دا به د سپتمبر میاشتې په پیل کې په سریلانکا کې ترسره شي، خو کرکټ بورډ یې تراوسه پورې دقیقې نېټې او وختونه نه دي اعلان کړي.

د یادولو وړ ده چې پاکستان کرکټ بورډ بیا تراوسه پورې دغه سیالیو ته خپله لوبډله نه ده اعلان کړې، احتمال شته چې د پاکستان هغه لوبډله، چې همدا اوس په سفر ده، هماغه لوبډله سریلانکا ته سفر وکړي او له افغان لوبډلې سره ۳ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …