کورپاڼه / جالب / هغه ماهي چې د انسان په څېر غاښونه لري

هغه ماهي چې د انسان په څېر غاښونه لري

د امریکا په شمالي کیرولینا ایالت کې هغه ماهي خلک حیران کړي، چې د انسانانو په څېر غاښونه لري.

د رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې پر ټولنیزه رسنۍ فیسبوک یو شخص د یو داسې ماهي عکس خپور کړی، چې د انسانانو په څېر غاښونه لري او دغه ماهي د شمالي کیرږلینا له ناګز هیډ څخه ترلاسه شوی دی.

دې ماهي ته د (شیپ هیډ) نوم ور کړل شوی، چې په ژامو کې د ښکار د ژوولو لپاره بې شمېره غاښونه لري او د پسه په څېر د خولې په لرلو سره ورته (شیپ هیډ فش) ویل کېږي.

هغه شخص، چې دغه نایابه ماهي یې نېولی، وایي کله چې یې دغه ماهي په اوبو کې ولېده، نو په هماغه وخت مې تمه پیدا شوه چې دا به ښکار کوم.

هغه زیاتوي چې ددې ماهي په نېولو سره ډېر د خوښۍ احساس کوم او ددې ماهي ذایقه هم ډېره خوندوره ده.

دا هم ولولئ

هغه سپی د اوږدو غوږونو په لرلو یې د ګنیز ریکارډ پخپل نوم کړ

د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو د کتاب په ۲۰۲۲ کال په چاپ یا جلد کې، …