کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / دیپک چاهار ۲۹ کلن شو؛ د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

دیپک چاهار ۲۹ کلن شو؛ د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

دیپک چاهار، چې بشپړ نوم یې دیپک لوکندرا سینګ چاهار دی، په ۱۹۹۲ کال د اګست په ۷مه نیټه د هند د اتر پردیش ایالت په اګره کې زېږېدلی دی.

دیپک چاهار د هند د لوبډلې هغه الراونډر لوبغاړی دی، چې د لومړني هندي لوبغاړي په توګه یې په شل اوریزه لوبه کې هیټریک ترسره کړی. هغه په ښي لاس چټکه توپ اچونه او توپ وهنه کوي.

نوموړی په ۲۰۱۸ کال د هند ملي لوبډلې ته راغی، چې لومړنۍ شل اوریزه لوبه یې په همدې کال په جولایۍ کې د انګلستان پر وړاندې ترسره کړه او وروستۍ یې د روان ۲۰۲۱ کال په جولایۍ کې د سریلانکا پر وړاندې ترسره کړه. دغه راز لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه یې په ۲۰۱۸ کال د سپتمبر په میاشت کې د افغانستان او وروستۍ یې د روان کال په جولایۍ کې د سریلانکا پر وړاندې ترسره کړه.

دیپک چاهار ټولې ۵ یوه ورځنۍ لوبې ترسره کړي، ۸۷ منډې یې کړي او ۶ لوبغاړي یې سوځولي، چې غوره منډې یې ۶۷ ناسوځېدلي دي او غوره توپ اچونه د ۳۷ منډو په ور کړه دوه ویکټې اخیستل دي. دغه راز په ۱۰۳ شل اوریزو لوبو کې یې ۲۶۵ منډې کړي او ۱۲۰ ویکټې یې ترلاسه کړي، چې غوره توپوهنه یې ۵۵ ناسوځېدلې منډې او په توپ اچونه کې ۷ منډو په ورکړه د ۶ لوبغاړو سوځول دي.

هغه د هند په تجارتي لیګ (ای پي ایل) کې هم لوبېدلی، چې له ۲۰۱۰-۲۰۱۱ پورې له راجستان، ۲۰۱۶ -۲۰۱۷ پورې له پوني او له ۲۰۱۸ راهیسې له چینایي سوپر کینګ سره لوبېږي.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …