کورپاڼه / روغتيا / که د وینې فشار مو ټیټ شي نو څه به کوو؟

که د وینې فشار مو ټیټ شي نو څه به کوو؟

د وینې فشار د ټیټېدو مطلب دا وي، چې له زړه څخه بدن ته په ځنډ سره وینه رسېږي او د بېلابېلو روغتیایي ستونزو سبب ګرځي. د بېلګې په توګه چکر خوړل یا سر ګرځېدل، بې هوشي، نا آرامي او نور.

ډېر شمېر کسان د وینې لوړ فشار له ټیټ فشار څخه خطرناک ګڼي، خو که وکتل شي نو ټیټ فشار یې هم بې خطره نه شو ګڼلی، ځکه چې دماغي سکته هم پیدا کولی شي. دغه راز د پښتورګو د ختمولو او د زړه د حملې خطر هم ډېرولی شي.

مناسب یا برابر فشار د اتیا او یوسلو شلو ترمنځ وي، چې کموالی یا زیاتوالی هم پکې راتللی شي، خو د ډېرې زیاتې کمۍ په نتیجه کې یې باید درملنه وشي. د فشار د ټیټېدو سببونه ډېر دي، چې له هغې جملې د اوبو کمښت، د خوراکي توکو بدلون، لوبې، د وینې کمښت، ذهني فشار، د وینې کم شکر او د ځینو درملو استعمال دی.

د اوبو کمښت د انسان بدن لپاره تاواني ګڼل کېږي، د ویني په جریان کې ستونزې پیدا کوي او د وینې فشار ټیټوي. نو ددې لپاره اوبه لورنکي توکي ډېر استعمال کړئ.

په ځانګړي ډول هغه توکي چې خواږه وي نو وینه خپل حالت ته راولي او په ورزش کولو سره نور هم ښه کېدلی شي. لکه مالګې، جوشاندې او قهوې څخه هم ګټه پورته کولی شو.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …