کورپاڼه / بېلا بېل / په حرمین شریفین کې شل تنه ښځې په دندو ګومارلې شوې دي

په حرمین شریفین کې شل تنه ښځې په دندو ګومارلې شوې دي

په سعودي عربستان د لومړي ځل لپاره شل تنه ښځینه کارمندانې، چې لوړې زده کړې یې کړی دي، په حرمین شریفین کې په دندو ګومارل شوي دي.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د کعبې شریفې او مسجد نبوي د اداري چارو لپاره د شیخ عبدالرحمان السدیس په مشرۍ شل تنه ښځینه کارمندانې په لوړو پوسټونو ګومارل شوي دي.

د حرمین شریفین د اداري چارو مشر وایي چې دغه میرمنې د دوکتورې او ماسټرۍ لرونکې دي او په ادارو کې د مرستیال، د دارالانشاء د مرستیال او د زیربناو د مرستیال او نورو لوړو پوسټونو باندې ګومارل شوي.

شیخ عبدالرحمن السدیس وایي ددې لپاره چې ښځې پیاوړتیا شي، په همدې موخه ولیعهد محمد بن سلمان د ۲۰۳۰ ویژن لاندې دغه ګومارنې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې ولیعهد محمد بن سلمان ښځو ته په هیواد کې د واک ورکولو او پیاوړي کولو لپاره د کار کولو، دندې او له محرم پرته د سفر کولو اجازې ورکړې دي.

دا هم ولولئ

د دویم واده هغه ګټې چې په اړه به یې تاسې فکر هم نه وي کړی

اسلام د نارینه وو د طبیعي او فطري غوښتنو په نظر کې نېولو سره هغوی …