کورپاڼه / جالب / یو جاپاني شرکت د رسامۍ شاهکارونه په کرایه ورکوي

یو جاپاني شرکت د رسامۍ شاهکارونه په کرایه ورکوي

د یوه لږ مشهور مصور یا رسام رسامي هم ډېره بیه لري او همدا لامل دی چې د رسامۍ شاهکار اخیستل د هر چا د وس خبره نه ده، چې اوس په همدې موخه د جاپان یوه شرکت د رسامۍ د شاهکارۍ نمونې په کرایه ورکوي.

د کیشي په نوم دغه شرکت د ګران بیه شوق تر نامه لاندې د رسامۍ له مینوالو او پخپله له رسامانو سره په یو نوي ډول اړیکه نېولې ده، چې له مخې به یې خلک خپلې د رسامۍ نمونې په کرایه ور کوي او په ویبياڼه به خپل کمیشن هم اخلي.

دغه شرکت وایي چې په دې ډول به هنرمندان ډېره ګټه وکړي، ځکه چې د هغوی لوړ بیه شاهکارونه ممکن د کورونا په سبب چا نه وي اخیستي او که چېرته له دې لارې کار واخلي نو لږ تر لږه یو څه خو به ترلاسه کړي.

له دې وړاندې داسې ویبپاڼې هم موجودې وي، چې د ګاڼو ډیزاینونه او جامې به یې په کرایه ور کولې، خو اوس به هغه کسان هم له رسامۍ څخه خوند واخلي چې پخپله یې د اخیستلو توان نه لري.

د کیشي شرکت څښتن، فیوجي موو وایي چې پلار یې یو ښه رسام و، خو رسامیانې یې چا نه اخیستي او په همدې سبب یې شرکت جوړ کړ چې له دوو کلونو راهیسې په چټکۍ پرمختګ کوي.

دا هم ولولئ

یوې امریکایي میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په زېږولو ریکارډ جوړ کړ

په امریکا کې یوې میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په …