کورپاڼه / روغتيا / آیا د انځرو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

آیا د انځرو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

انځر، چې په عموم کې د جنت مېوه ګڼل کېږي، د الله تعالی یو ګران بیه نعمت دی. روغتیایي کارپوهان وایي، چې په ورځیني ډول د انځرو خوړل چاغوالی کموي. دغه راز ګڼې روغتیایي او نورې ګټې هم لري.

هغه کسان، چې له خپل چاغښت څخه په تنګ وي، د ورځې دې څلور یا پنځه انځر وخوري او دغه اندازه د بدن اړینه کالوري پوره کوي. انځر پخپل جوړښت کې پروټین، منرالونه، شکر، کلسیم او فاسفورس لري. په دواړه ډوله انځرو یعنې تازه او وچ کې ویټامین ای او سي په پوره کچه موجوده وي.

دغه راز ویټامین بي او ډي یې بیا په لږه اندازه شتون لري. نو د همدې توکو په نظر کې نېولو سره ویلی شو، چې انځر یو له ګټورو غذایي درملو څخه دي. د فولادو، کلسیم او فاسفورسو په شتون سره د انځرو استعمال د هډوکو د قوي کېدو سبب کېږي.

روغتیایي کارپوهان وایي، چې یو انځر د انسان بدن ته د اړتیا وړ دوه سلنه فولاد پوره کوي. په انځرو کې ځانګړې کالوري هم موندل کېږي، نو هغه کسان چې خپل وزن کموي انځر دې ضرور وکاروي، ځکه چې په یو انځر کې یوازې ۴۷ کالوري وي.

د وینې فشار لرونکي خلک، چې په بدن کې یې د سوډیم او پوتاشیم کچه برابره نه وي، د انځرو استعمال یې په برابر ساتلو کې ډېر ګټور تمامېدلی شي. یعنې هغه خواړه چې په زیاته کچه پوتاشیم ولري نو د وینې فشار کمولی شي او انټي اکسایډونه یې د سرطاني او نورو ناروغیو مخنیوی هم کوي.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …