کورپاڼه / سياست او روانې چارې / پاکستان د خرو د نسل زیاتولو لپاره لاس په کار شو
خره

پاکستان د خرو د نسل زیاتولو لپاره لاس په کار شو

په چین کې د خرو د غوښتنو زیاتېدو وروسته پاکستان په خپل هېواد کې د خرو د نسل زیاتولو لپاره کارونه چټک کړي دي، تر څو له دې لارې ډېرې پېسې پېدا کړي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، د پاکستان د پنجاب ایالت حکومت د خرو د نسل زیاتولو لپاره په دولتي کچه فارمونه جوړ کړي دي، تر څو د خرو نسل په چټکۍ سره زیات شي.

په راپور کې ویل شوي دي، په چین کې د خرو غوښتنه ډېره شوې ده او د پنجاب حکومت هم په همدې موخه دې کار ته لاس اچولی دی، چې چین او نورو هېوادونو باندې د خرو د پلورلو له لارې خپل اقتصاد ښه کړي.

په یو بل راپور کې دا هم ویل شوي و، چې په پاکستان کې په تېر یو کال کې د خرو په شمېر کې سل زره زیاتوالی راغلی دی، چې تر دې مخکې د خرو په زیاتوالي کې دومره ډېروالی نه و لیدل شوی.

د یادولو وړ ده چې څو کلونه مخکې د خېبر پښتونخوا حکومت هم په دې اړه ګامونه پورته کړي و او د هغه وخت اعلی وزیر ویلي و، چې دوی په چین د خرو د پلورلو کار ته وده ورکوي.

دا هم ولولئ

مریم امرخیل

مریم امرخیل: څلور میاشتې وشوې معاش مې نه دی اخیستی

مشهوره مدني فعاله او د تعلیم په برخه کې د ماشومانو لپاره کارکوونکې مریم امرخیل …